د روسیې صدراعظم دېمېتري مېدوېدېف هغه حکم لاسلیک کړ چې له مخې یې ترکیې ته پر چارتر الوتنو میاشتنی بندیز فسخ کېږي.
دا سند پرون د روسیې حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپور شو.
د روسیې د ټرانسپورټ وزیر ماکسیم سوکولوف «Maksim Sokolov» په یوه بیان کې ویلي دي چې شرکتونو ترکیې ته د الوتنو لپاره خپل غوښتنلیکونه د روسیې هوايي چلند ادارې ته سپارلي دي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د یوه نوي پړاو د پیل ژمنه وکړه.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګسټ په نهمه نېټه په سانټ پېټرزبورګ ښار کې د خپل ترک ساري کوربه و.
ترکیې ته د الوتنو بندول د هغو بندیزونو یوه برخه وه چې مسکو د تېر کال په نومبر میاشت کې د سوریې سرحد ته نېږدې د ترکیې لهخوا د خپلې یوې جنګي جېټ الوتکې د نسکورېدو له پېښې وروسته اعلان کړي وو.
د دې اقدام په نتیجه کې د روان کال له جنوري تر مې میاشتو پورې ترکیې ته د روسي سیلانیانو په شمېر کې په سلو کې ۸۷ کموالی راغی.