احمدي: کندهار کې د نشه‌يي توکو دوه قاچاقبران نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د مخدره موادو د دوو لویو قاچاقبرانو د نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین وايي چې له دې دوو کسانو څخه د ۱۳۹۳ کال په جدي میاشت په نیمروز ولایت کې نېږدې ۲۵۰ کېلوګرامه هیروئین نیول شوي وو، خو هغه مهال دوی په تېښته بریالي شوي وو.

جنرال باز محمد احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د لویو قاچاقبرانو د نیولو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو په روان کال کې ۱۱ لوی قاچاقبران نیولي دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مهمو مافیايي بانډونو او شبکو په نښه کول دي. له نیکه‎مرغه موږ په ټول هېواد کې ۱۱ کسان چې په لوړه کچه یې د مخدره موادو قاچاق کاوه نیولي دي."

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد مبارزې معینیت په ننګرهار ولایت کې هم د څه باندې یو نیم زر کېلوګرامه پخو چرسو د قاچاق په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکوي.