د پولیو ضد ملي کمپاین نن په ټول افغانستان کې پیل شو او ټاکل شوې چې تر پنځو ورځو پورې دوام وکړي.
په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین درېیم ملي کمپاین دی چې د شاوخوا ۶۵ زره روزل شويو واکسیناتورانو لهخوا په ټول هېواد کې تطبیقېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روانې وږې یا سنبلې میاشتې تر ۱۲ نېټې د دې ملي کمپاين په ترڅ کې به رضاکار واکسیناتوران په پنځو ورځو کې په ټول هېواد کې هغه ماشومان چې عمرونهیې پنځه کاله یا له هغه کم وي واکسین کړي.
د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرونیې خپره کړه ویلي دي چې د هوا د بدلون په دې موسم کې د پولیو ویروس خورا زیات فعالېږي او خطرناک وي نو ځکه دا کمپاین مهم دی.
پولیو علاج نهلري خو ډاکټران سپارښتنه کوي چې یوازې د پولیو ضد واکسین ماشومان له دې ناروغۍ څخه ژغورلی شي.