سخت دريځو وسلهوالو د فليپين په جنوب کې پر يوه زندان د بريد په نتيجه کې ٢٨ تنه بنديان خوشې کړل.
په دغو بنديانو کې اته تنه هغه سخت دريځي ياغيان هم شامل دي چې په دې هېواد کې د داعش ډلې له يوې محلي څانګې سره تړاو لري.
پوليسو پرون وويل، په ماراوي سيمه کې پر محلي زندان بريد په سپکو او درنو وسلو سمبالو ٥٠ سخت دريځو وسلهوالو کړى چې د ماوت ډلې غړي دي.
دغې ډلې له داعش ډلې بيعت کړى دى.
د ماوت ډلې اته خوشې کړاى شوي غړي تېره دوشنبه هغه وخت ونيول شول چې د تلاشۍ يوې پوستې د دوى په موټر کې منفجره مواد او وسلې وموندې.
پوليس وايي، شل تنه نور بنديان چې د سرغړونو په تور نيول شوي وو، له زندانه په تېښته بريالي شوي دي.