له اوکراين څخه رارسېدلي راپورونه وايي، په کييف کې دېره روسى خبريال الکساندر شچي تينين چې د نووي سيمې خبري اژانسيې تأسيس کړى و، په خپل اپارتمان کې مړ پيدا شوى دى.
د اوکراين پوليس وايي، دوى شک لري چې شچي تينين ښايي ځانوژنه کړې وي.
چارواکي وايي، د دې خبريال ملګري چې نن د ده اپارتمان ته ورغلل، څو د زېږېدو د کليزې مبارکي ورکړي، دى يې وليد چې په خپله برنډه کې پر څوکۍ ناست و، پر سر يې د مرمۍ زخم هم ښکارېده.
ده ته نېږدې يوه وسله هم موندل شوې ده.
د اوکراين د پوليسو په وينا دغه روسي خبريال خپل يوه خبريال همکار ته ايميل هم لېږلى و او په هغه کې يې يادونه کړې وه چې غواړي ځانوژنه وکړي.