مهمند: د سپین‎ بولدک-چمن دروازې پرانیستو ته دې جدي اقدام وشي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، حکومت باید د سپین‎ بولدک او چمن تر منځ، د تجارتي دروازې خلاصولو ته جدي اقدام وکړي.

د دغه خونې مرستیال یونس مهمند وايي، که د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د ستونزو جوړول همداسې دوام وکړي نو دوی مجبور دي چې له دغه هېواد سره سوداګریزه مقاطعه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په دې هکله له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او په یوه، یا دوو ورځو کې به دغه لاره پرانیستل شي.

پاکستان د سپین‎ بولدک چمن تر منځ غځېدلې لار له هغې وروسته وتړله چې ځینو کسانو په همدې سیمه کې د پاکستان بیرغ ته اور واچوه.