دفاع وزارت: د جاني‎‎خېلو د بېرته نیولو لپاره تدابیر نیول شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره‌یې تدابیر نیولي خو د سړک غاړې ماینونو دوی ته مشکلات جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې د جاني‎خېلو ولسوالۍ شاوخوا د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

ښاغلي وزیري همداراز د جاني‎خېلو د ولسوال هغه څرګندونې رد کړې چې ګواګې له وسله‎والو مخالفینو د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره اراده نه‌شته.

د جاني‌خېلو ولسوال او د پکتیا ولایتي شورا یو شمېر وکیلانو له قوله دغه ولسوالۍ دوه شپې وړاندې د سختو جګړو په نتیجه کې وسله‎والو طالبانو ونیوله.