د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د حکومت پر هڅو انتقاد

د افغانستان علومو اکاډمۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د حکومت پر هڅو انتقاد کوي.

د دغې اکاډمۍ مشرې ثریا پوپل د یکشنبې په ورځ کابل کې په یوه تحقیقي سیمینار کې وویل چې حکومت په تېرو لسو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د پام وړ عملي ګامونه نه‎دي پورته کړي.

د علومو اکاډمۍ مسؤلین وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر داسې هر اړخیزې او عملي طرحې کار وکړی چې په عملي کېدو سره‌یې تر ډېره په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.

څه موده وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او د قانون نه‌حاکمیت، پر حکومت د خلکو بې ‌باوري او ناامني یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه بللي وه.