جرمني: د پناه غوښتونکو شمېر د ۲نیم او ۳نیم لکو تر منځ دی

د جرمني چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به دغه هېواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر د دوه نیم لکو او درې نیم لکو تر منځ وي.

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو چارو د فدرالي ادارې مشر فرانک یورګین ویسي دا اټکل په یوه مرکه کې چې نن یکشنبې بیل ایم سونتاګ ورځپاڼې خپره کړې ده، وکړ.

ده همداراز ویلي چې جرمني تېر کال تر هغه څه چې پخوا فکر کېده لږ مهاجر منلي چې اکثره‌یې د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

د جرمني د دغه چارواکي په وینا تېر کال د دې لپاره د پناه غوښتونکو شمېر زیات ښودل شوی و چې ځینې پناه غوښتونکي دوه ځلې ثبت شوي وو او یو شمېر له جرمني څخه نورو خواوو ته لاړل.

ویسي وویل چې تېر کال تر یو میلیون لږ پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي حال دا چې د هغو شمېر یو میلیون او یو لک تنه اعلان شوی و.

ده دا هم وویل چې جرمني ته په ورغلو پناه غوښتونکو کې په سلو کې ۷۰ دغه هېواد ته د رسېدو په وخت د کار په شرایطو برابر وو خو د هغوی اکثره تر هغو چې کار مومي له دولته مرسته ترلاسه کوي.