په پام کې ده چې د کونړ په ۱۵ ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشوم ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شي.
د کونړ ولایت عامې روغتیا رئیس ازادي راډیو سره په خبرو کې له وسلهوالو مخالفینو او خلکو غوښتنه وکړه چې له روغتیایي ټیمونو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
ده وویل:
"د پولیو واکسین پرواګرام سیاسي نهدی. دا د ماشومانو حق دی او د دوو څاڅکو واکسین په تطبیق دوی په دایمي ډول د ګوزڼ له ګواښ څخه خلاصېږي."
ډاکټر فضلي وویل چې نهه زره ماشومان باید د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راشي.
همدا مهال د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي دي.