بغلان چارواکي: روانو عملیاتو وسله‌وال مخالفین شاتګ ته اړ کړي

د بغلان ولایت چارواکي وایي، په روانو عملیاتو کې وسله‎والو مخالفینو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې او پاتې کسان‌یې شاتګ ته اړ شوي دي.

د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات به له مرکزي بغلانه د وسله‎والو مخالفینو له وجوده تر پوره پاکېدو او د بغلان-کندز د لویې لارې د ساتنې په خاطر دوام مومي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کندز له ولایت سره شریکه پوله لري او له څو اوونیو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو د خونړیو نښتو شاهده ده.

د وروستیو عملیاتو د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه‌دی ورکړل شوی، خو چارواکي وايي چې ملکي کسانو ته هم تاوان اوښتی دی.