د جوزجان ولایت چارواکي وايي، د طالبانو تش په نامه والي د هغه برید په ترڅ کې وژل شوی چې امنیتي ځواکونو پرون سهار د جنګل اریغ په کلي وکړ.
رحمتالله ترکستاني ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو له څلورو خواوو پر دغه کلي یرغل یووړ.
ده وویل چې په نښتو کې دوه تنه طالب ووژل شول او اووه تنه نور ټپي شول.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه پیغام کې ادعا کړې چې دوه امنیتي پوستې یې ورانې کړي او د ټوپ د پرګنیز پاڅون ځواکونو درې تنهیې نیولي دي.
د سیمو مسؤلینو د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې امنیت تأمین شوی او طالبان تښتېدلي دي.