د ننګرهار له ۴ ولسوالیو نه امنيتي ځواکونو شا تګ کړی

د ننګرهار امنيتي ځواکونو له کوټ، هسکې مېنې، اچین او نازیانو له ولسوالیو څخه چې د وروستیو عملياتو په جریان کې يې له داعشيانو نیولې وې شا تګ کړی دی.

د سیمې خلک وايي، له یادو سیمو څخه د امنيتي ځواکونو وتل د داعشيانو د بېرته راتګ لامل شوی او دوی بېرته په سیمو کې ځای نیولی او د خلکو په ځورولو اخته شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطااله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د قهر سېلاب عملیات اوږد مهاله دي او د ځواکونو وتل یو تکتیکي عمل دی.