د ترکیې دیاربکر هوايي ډګر ته نېږدې راکټونه ولګېدل

د ترکیې د دیاربکر جنوب ختیځ ښار هوايي ډګر ته نېږدې راکټونه ولګېدل.

دوګان خبري اژانس وايي، پرون شنبه په هوايي ډګر کې د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه څلور راکټونه ولګېدل.

د دیاربکر والي حسین اکسوۍ وویل چې د راکټونو د لګېدو له کبله څوک ژوبل شوي نه‌دي او د الوتکو تګ راتګ له پروګرام سره سم دوام کړی دی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

د کردستان کارګرانو ګوند یا "پي کې کې" وسله‌وال له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په دې سیمه کې د پراخو اختیاراتو لپاره جګړه کوي.

د دیاربکر اکثره اوسېدونکي په خټه کُرد دي.

د دغه ښار پر هوايي ډګر څو ورځې وروسته له دې برید وشو چې ترکیې د سوریې په خاوره کې دننه د اسلامي دولت یا داعش او کُرد جنګیالیو پر ضد حملې پیل کړې.