فیصل: حکومتي مشران راتلونکې کتنه کې وروستۍ پریکړه کوي

اجراییه ریاست وایي، افغان ولسمشر او اجراییه رئیس به په راتلونکي ناسته کې د سیاسي هوکړه لیک پلي کېدو په اړه نهایې پریکړه وکړي.

که څه هم د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې کتنې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل خو ټينګار یې وکړ چې یاده ناسته به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنج شنبې په ورځ هم سره ولېدل.

د افغانستان اجرائیه ریاست د پنجشنبې ناستې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې ناسته کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي پايو ټینګولو باندې خبرې وشوې.

دغه لیدنې وروسته له هغه کېږي چې اجراییه رییس د سیاسي هوکړه لیک د نه عملي کېدو په اړه په افغان ولسمشر انتقادونه وکړل.