غور: ددولینې ولسوالۍ امنیه قوماندان چاودنه کې ټپي شوی

د غور د دولینې ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه چاودنه کې ټپې شوی دی.

د دغه ولایت د والې ویاند عبدالحي خطیبي ازادي راډيو ته وویل چې د ذکریا موټر نن سهار لس بجې هغه مهال د سړک غاړي ځای پرځای شوي ماین سره ور برابر شو چې له دغې ولسوالۍ مرکز په لور حرکت کړی و.

د غور د ولایتي روغتون ډاکټران وایي، د ښاغلي ذکریا صحي وضیعت د قناعت وړ دی.

د ډاکټرانو په وینا په دې پېښه کې د نوموړي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.