حاجي اغا: د چمن ـ سپین بولدک لارې بندیدو مالي زیان اړولی

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې بندیدو له امله د جنوبي حوزې سوداګرو ته لږترلږه سل میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د دغه بورډ مشرحاجي رحم الدین اغا ازادي راډيو ته وویل چې ددغې سرحدي لارې د بندیدو له امله ډېر اموالو لکه لبنیات او تازه میوه د سرحد په دواړو غاړو کې د منځه تلو په حال کي دي:

"په تخمیني توګه د جنوبي حوزې سوداګرو ته د ورځې لږترلږه څلور ترپنځه سوه لکه افغانۍ زیان رسېږي زه هیله کوم چې دواړه دولتونه دي، موږ په سیاست کې نه داخیلوي سوداګرو څه ګناه کړې ده ولس څه ګناه کړې ده."

د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار له لسو ورځو راهیسي تړل شوې ده.

رحم الدین اغا وایي چې د دی لارې د بندېدو له امله په جنوبي حوزه کې خوراکي مواد اود درملو بیې هم پنځه فیصده لوړي شوي دي.