ردامنش: د پکتیا جاني خېلو کې پوځي عملیات پیل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو مخنیوي لپاره پوځي عملیات پیل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد راد منش سره د دې چې د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبر نه تاییدوي خو وایي، دغلته په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوې دي.

تر دې وړاندې بیا د پکتیا سیمه ییزو چارو ویلي چې دغه ولسوالي تېره شپه تر سختې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې یاده ولسوالي ېې په بشپړه توګه نيولې، لسګونو امنيتي ځواکونه ته ېې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې او مهمات ېې هم تر لاسه کړي دي.