اتل: د پکتیا جانیخېل به ډېر ژر له طالبانو بېرته ونیول شي

د پکتيا چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ډېر ژر د جانيخېلو ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونیسي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل ازادي راډيو ته وويل چې دغه ولسوالي تېره شپه تر سختې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلي اتل وویل چې له مرکز څخه تازه دمې سرتېري سیمې ته رسیدلي او ډېر ژر به عملیات پیل شي.

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې پنځوسو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بیا وايي چې ولسوالۍ ېې په بشپړه توګه نيولې، لسګونو امنيتي ځواکونه ته ېې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې او مهمات ېې هم تر لاسه کړي دي.