کري او لاوروف د سوريې په اړه خبرې وکړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه امریکایي سیال جان کري دولس ساعته د سوریې د شخړو د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په جینوا کې چې کله تېرماښام دا خبرې پای ته ورسېدې، داسې اعلان ونه شو چې د پام وړ پرمختګ دې شوی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، په دې برخه کې چې څرنګه په سوریه کې اوربند وشي، ځیني لارې چارې روښانه شوې خو لاهم یو شمېر واړه خنډونه شته چې باید له مخه لرې شي.

دا خبرې بیا وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم وکړې.