ایټالیا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۸۱ تنو ته ورسېد

په ایتالیا کې د اګست د څلرویشتمې نېټې د زلزلې د قربانیانو شمېر دوه سوه یو اتیا تنو ته ورسېد او څلورسوه تنه نور ټپیان شوې دي.

ایتالیا په هغو سیمو کې چې زلزله شوې ده بیړنی حالت اعلان کړی دی.

په زرګوونو ژغورونکي هڅې کوي چې تر انبارونو لاندې شوي ژوندي راوباسي، خو نوره هیله ختلې ده چې څوک به ژوندی پاتې وي.

څلور ورځې مخکې د ریښتر د شپږ اعشاریه دوو درجو زلزلې د روم په شمال کې درې ښارګوټي یو مخ له خاورو سره خاورې کړل.

په دې سیمو کې بیا وروسته هم په سلګونو واړه ټکانونه احساس شوې دي.