پاکستان افغان محصلینو ته ۲زره تعلیمي بورسونه ورکوي

د طب او انجنیري په ګډون پاکستان دوه زره تعلیمي بورسونه افغانانو ته ورکوي.

دا خبره د خیبرپښتونخوا چارواکو تېره ورځ رسنیو ته وکړه.

په پاکستان کې څه باندې اووه زره افغانان اوس په خپل لګښت لوړې زده کړې کوي او د پاکستاني رسنیو په وینا په دغه هېواد کې د تېرو کلونو په ترڅ کې تر دیرش زره ډېرو افغانانو لوړې زده کړې بشپړې کړي دي.