امریکا افغان پوځ ته ۴ نورې هلیکوپټرې ورکړې

د امریکا هوایي ځواکونو څلور ام ډي ۵۳۰ ډوله هلیکوپټرې افغان هوایي ځواکونو ته سپارلي دي.

دغه الوتکې تېره اوونۍ د امریکا د کلفورنیا ایالت هوایي اډې له افغانستان سره مرسته کړې.

یادې هلیکوپټرې په یو وخت کې د راکټ او ۵۰ ماشیندارو د ډزو توان لري.

د امریکايي ځواکونو د یوه افسر په وینا دغه نوې هلیکوپټرې د څارنې په سیستم مجهزې دي.

امریکا په تېره جولای میاشت کې دې ته ورته ۵ نورې هلیکوپټرې هم افغانستان ته ورکړي وې.