بشري حقونو سازمان د تاتار فعال عمروف خوشي کېدو غوښتنه کړې

د بشری حقونو سازمان یا هیومن رایټس واچ د هغه تاتار فعال د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې په زور زیاتي د روسیې اړوند کریمیا سیمې په یوه روغتون کې بستري دی.

دغه سازمان په هغه اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې د کریمیا له چارواکو څخه غوښتي دي څو حلیم عمروف له تور څخه پاک وګڼي او د اړتیا وړ روغتیایی خدمتونه ورته برابر کړي.

حلیم عمروف مخکې د کریمیا د خودمختارو تاتارانو د ادارې د مجلس مرستیال وو او د می په میاشت کې هغه وخت په جلاغوښتنې تورن شو چې په عام محضر کې یې له روسیې سره د کریمیا د نښلېدو پر ضد خبرې وکړې.

عمروف له فرانس پرس آژانس سره په تلیفوني خبرو کې وویل؛ په دې روغتون کې د ده ساتل یو ډول ربړونه ده.

په روسیه کې د بشری حقونو مرکز د عمروف قضیه "غیر قانوني او په سیاسی انګیزه ولاړه" بللې ده.