ترکیه کې موټربم چاودنې ۱۱ پولیس وژلي

د ترکیې په سهیل ختیځ کې د پولیسو ادارې پر مرکزې ودانۍ موټر بم چاودنې له امله یوولس تنه پولیس وژل شوي او ۷۸ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د سوریې او عراق پولې ته نږدې د جزیرې په سیمه کې شوی ده، هغه سیمه چې ډېری اوسیدونکي یې کردان دي.

د پېښې مسؤلیت د کردستان په کارګر ګوند پورې اړوندو جنګیالیو په غاړه اخیستی دی.

د ترکیې صدراعضم یلدریم بن علی وعده وکړه چې ترهګر به له منځه وړي.

دغه برید په سوریه کې د ترکیې د سترو لومړنیو عملیاتو څخه دوې ورځې وروسته کېږي چې د چارواکو د وینا له مخې یې موخه د اسلامی دولت د تندلارې ډلې یا داعش او د کردستان په کارګري ګوند پورې تړلې بلواګر دي.