امریکا غواړي هاوايي کې لویه سمندریزه خوندي ساحه جوړه کړي

د امریکا متحده ایالتونه غواړي په هاوایي کې د نړۍ تر ټولو ستره سمندریزه خوندي ساحه جوړه کړي.

بارک اوباما غواړي دا خوندي ځای له مخکیني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش نه چې په ۲۰۰۶ کال کې یې جوړ کړی وو څلور ځله نور هم پراخه کړي.

د پاپانامه اوموکواکیا سمندري خوندي سیمه به د کوک ټاپو ته څېرمه د نړی تر ټولو ستره سمندري خوندي سیمه وي.

بارک اوباما په هاوایي کې زېږېدلی او په دې توګه د خپل زېږېدو ځای ساتنه کوي.