روسیې د سوریې حلب ښار کې پر ۴۸ ساعته اوربند توافق کړی

ملګري ملتونه وايي چې روسيې د سوريې په حلب ښار کې د اته څلوېښتو ساعتو لپاره پر اوربند توافق کړی دی.

د دې اوربند هدف دا دی چې ځايي خلکو ته بشري مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو ادارې همداراز د جګړې له نورو لورو څخه د امنتي ضمانت غوښتنه کړې ده.

په سوریه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډي مستورا د اوربند د توافق په اړه داسي وويل:

"موږ غواړو د اته څلويښت ساعته لپاره جګړه بنده شي، د روسيې فدراسيون مثبت ځواب ویلی دی، نورو ته سترګې په لاره يو چې همداسي وکړي، خو موږ اماده یو، له بشري مرستو بار لارۍ اماده دي او څنګه چې پيغام تر لاسه کړو، دا لارۍ به وخوځيږي."

روسيه د سوريې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، واشنګټن په حلب کې د اته څلوېښت ساعتو اوربند ملاتړ کوي.