د پاکستان ګوادر ښار کې وسله واله حمله کې ۶ پولیس وژل شوي

د پاکستان په ګوادر ښار کې د وسله والو په حمله کې لږ تر لږه شپږ ليويز ملېشه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ليويز ملېشه پوليسو وياند عبدالله رِند ويلي چې حمله تېره شپه د ايران له پولې سره نېږدې په ګوادر کې شوې ده.

دی وايي، حمله کوونکو لومړی يو راکټ وروويشت او وروسته يې د پوليسو پر يوه موټر ډزې پيل کړې، په موټر کې سپاره پولیس له کورو- کار ته روان وو.

تر اوسه د دې حملې مسئوليت چا نه دی منلی خو چارواکو د مخکینيو حملو تور پر بلوڅ جلا غوښتونکو پوري کاوه چې د په بلوچستان کې يې له کلونو راهيسي د وړې کچې جګړه پيل کړې ده.