جرمني له روسیې سره د وسلو کنټرول د نوي تړون غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې د روسیې په پوځي تمریناتو کې زیاتوالی راغلی او ناټو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له مسکو سره د وسلو د کنټرول د یوه نوي قرارداد غوښتنه کړې.

فرانک والترشتاین مایر وايي، روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په تېرو څو لسیزو کې خپل اعتبار زیانمن کړی او همداراز د سولې له اساسي اصولو څخه یې سرغړونه کړې ده.

د شتاین مایر په وینا د وسلو د کنټرول نوی بهیر د شفافیت، د خطرونو د مخنیوي او اعتماد د رامینځ ته کولو په برخه کې یو اغېزمن رول لوبولای شي.

د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو او د دفاع پخوانیو وزیرانو له روسیې سره، د ناببره پوځي چلند له مواردو سره د مقابلې لپاره پر ځینو قوانینو په برخه کې د نوي توافق غوښتنه وکړه.