د چمن – سپین بولدک لار لاهم نه ده خلاصه شوې

په داسې حال کې چې چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لارې د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي دا لار تر اوسه هم بنده ده.

د سپین بولدک- چمن لاره څو ورځې وړاندې وروسته له هغه بنده شوه چې د اعتراض کوونکو یوې ډلې په سپین بولدک کې د مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه او پاکستاني چارواکو د دې لارې د بندولو پرېکړه وکړه.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو پرون وویل چې د لارې د پرانیستو په مقصد هڅې روانې دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې ستونزې د حل هڅه له ډيپلوماتیکو لارو کېږي:

"د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له لوري هم دا موضوع شریکه شوې ده، کوښښ کېږي چې دا ستونزه له ډيپلوماټیکو لارو هواره شي."

د کندهار چارواکي او سوداګر وايي چې د دې لارې بندېدو د افغانستان د میوو محصولات سخت زیانمن کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري بیا وايي چې دوی هم د کډوالو د ستنېدو لپاره د چمن- سپین بولدک د لارې خلاصېدو ته سترګې په لاره دي.