م.م فاریاب کې جګړو ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

د ملګروملتونو د ماین پاکۍ ادارې په فاریاب ولایت کې له جګړو او ماینونو زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کړې.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې د عملیاتو مشر محمد عمر احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دې موسسې په فاریاب ولایت کې له ۱۸ هغو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرسته وکړه چې غړي یې په جګړو او یا د ماینونو په چاودنو کې مړه او ټپیان شوي دي:

"د فاریاب ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اتلسو کورنیو ته مو ۲۹ قلمه خوراکي او غیرخوراکي مواد وویشل، له هغو کسانو سره چې مرسته وشوه، ټول ملکي وو."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په فاریاب ولایت کې له خلکو سره د مرستو د لړۍ له پیله څه باندې درې سوه اړو کورنیو ته دا مرستې ورکړل شوې دي.