پاکستان کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون حمله غندلې

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د افغانستان پر امريکايي پوهنتون بريد غندلى اويو ځل بيا يې ټينګار کړى چې پاکستان خپله خاوره په افغانستان کې د هېڅ راز تروریستي فعالیتونو لپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

ولسمشر اشرف غني پرون د امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې له جنرال شريف سره ټليفوني اړيکه ونیوله او هغه ته يې د موبایل ټلیفون هغه ۳ شمېرې ورښودلې چې د افغان چارواکو په وینا د بريد پر مهال له هغو څخه په پاکستان کې له تروریستانو سره تماس روان وو.

د پاکستاني مطبوعاتي څآنګې ISPR پرون په همدې اړه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي:

"وروسته له دې چې افغان چارواکو د موبایل ۳ شمېرې له پاکستان سره شریکې کړې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان د حکومت د معلوماتو پر بنياد د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې د ترهګرو د لټون په موخه عملیات وکړل."

افغان چارواکي وايي چې دا تروریستي بريد د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې پلان شوى و او تروریستانو هم د دې برید له پلان جوړوونکو سره ټليفوني تماس لاره.

په کابل کې د تېري پنجشنبې په ماښام پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول چې ډېر یې محصلین و.

د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.