یوې امریکايي بېړۍ پر ایراني بېړۍ ګواښونکي ډزې کړي

یوې امریکايي بېړۍ په نړیوالو اوبو کې پر ایراني بېړۍ د خبرداري ډزې کړي.

امریکایي بېړۍ هغه وخت د ایران د اسلامي انقلاب پر یوې تېزچلېدونکې بېړۍ ګواښونکې ډزې وکړې چې یوې امریکایي ګزمې ته یې مزاحمت کاوه.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ویاند وویل؛ د USS Squallپه نامه امریکایي جنګي بېړۍ په دغه پېښه کې چې پرون وشوه، له خپلو ۵۰ ملي متري توپونو څخه درې ډزې وکړې چې په پایله کې ایراني بېړۍ ليرې شوه.

چارواکي وایي چې دغه پېښه د فارس خلیج په شمال کې وشوه.

امریکا تر دې مخکې د یوې بلې پېښې راپور هم ورکړی وو چې ایراني بېړیو د تېرې سې شنبې په ورځ د هُرمز تنګي ته نږدې یوې امریکایي بېړۍ ته مزاحمت کړی وو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل:

"لا نه ده روښانه چې د ایراني بېړیو نیت څه وو خو د دوی دا بڼه د منلو وړ نه ده، ځکه امریکایي بېړۍ په نړیوالو اوبو کې وې."