سرچینه: هلمند کې د طالبانو پر زندان برید ۲۳ سرتېري وژلي

د هلمند په نادعلي کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان هوايي برید کې ګڼ شمېر د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري وژل شوي دي.

دغه برید چې تېره شپه د نادعلي په ۳۱ غربي سیمه کي رامنځته شوی دی، ویل کېږي ۱۷ د ملي اردو ۶ ملي پولیس ۲ طالبان چې یو په کي د کوکواغا په نوم د زندان مسئول دی وژل شوي او یو ماشوم او یو بل طالب ټپیان شوي دي.

د حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل یاد برید د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه کړی دی.

سرچینې وویل په دغه حمله کې د ملي اردو او ملي پولیسو هغه سرتېري وژل شوي چې څه موده مخکې د نادعلي په ناقل اباد او یو شمېر نورو سیمو کې وسله والو ته تسلیم شوي و.

د هلمند والي حیات الله حیات بیا وايي چې دنادعلي په ۳۱ غربي سیمه کې یو هوايي برید ترسره شوی چې پر مهال یې د طالبانو د یوه قوماندان کوکواغا په شمول ګڼ شمېر وسلله وال وژل شوي، خو داچې په دې برید کې زندان په نښه شوی او یا د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري وژل شوي دي، ناخبري وښودله.

حیات وویل په دې برید کې چې د وسله والو پر یوه ډله شوی د طالبانو د یوه قوماندان کوکواغا په شمول تر شلو ډېر وسله وال وژل شوي دي.

والي زیاته کړه دغه برید تر ۲۴ ساعته څار وروسته ترسره شوی او ملکي کسانو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي ویلي چې وژل شوي کسان د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېر دي.