افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، په خپله خاوره کې د هغو تروریستانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون یې حمله پلان کړې وه.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشراشرف غني نن په دې اړه د ملي امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ټيلیفوني خبرې کړي دي.
ښاغلی مرتضوي وایي، اسناد ښیې چې دا حمله د پاکستان په خاوره کې طرحه شوې وه.
دی وايي:
"د اسنادو څېړنه او د ملي امنیت ریاست مؤثقه موندنې ښیې چې حمله د ډیورنډ کرښې له اخوا طرحه او مدیریت شوې ده. د پېښې او اسنادو په اړه لا زیاته پلټنه جریان لري."
نوموړی وایي، جنرال شریف ولسمشرغني ته ویلي چې د موضوع تر څېړنې وروسته به د خپلو اقداماتو د څرنګوالي په اړه افغان لوري ته معلومات ورکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند وایي، ولسمشر د پوهنتون د بېرته رغولو سپارښتنه کړې او طبي پرسونل ته یې ویلي چې د پېښې د ټپيانو په درملنه کې هيڅ راز هڅې و نه سپموي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون ته څېرمه تېره شپه شاوخوا اووه بجې لومړی یو موټر بم چاودنه وشوه او بیا دوه حمله کوونکي پوهنتون ته دننه ننوتل.
په دغه حمله کې د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې ۱۳ کسه پهکې و وژل شول، اووه محصلان، یو ښوونکی، دوه ساتونکي او درې امنیتي ځواکونه شامل دي او پنځه څلویښت تنه ټپيان دي چې پهکې نهه پولیس او پاته نور محصلان او د پوهنتون کارکوونکي دي.
ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې ده.
په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د پېښې د څېړنې لپاره چمتو دي له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د دې پوهنتون دوه استادان هم د نامعلومو کسانو له خوا په کابل کې یرغمل شول چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.
په همدې حال کې د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد سید خالد سادات دا حمله د هغو کسانو کار پولي چې غواړي افغانستان په راتلونکې کې له علمي کادرونو بې برخي شي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"د افغانستان دښمنان غواړي په راتلونکې کې دغه هېواد کادرونو له کمښت سره خاصتاً د سیاسي رهبرۍ په برخه کې مخامخ شي. نو فکر کوم دا د دې حملې لومړی هدف دی."
Your browser doesn’t support HTML5
نوموړی همدا راز وایي، حمله کوونکي غواړي په دې سره په افغانستان کې د تحصیل او زده کړو بهیر ګډوډ کړي.
د افغانستان پر امریکایې پوهنتون د پيښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.