پسرلی: قزاقستان کې د افغان سوداګرو یوه ټولنه پرانېستل شوه

د قزاقستان په پلازمینه الماتا کې د چهارشنبې په ورځ د افغان سوداګرو یوه ټولنه پرانېستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیوته وویل چې د دغې ټولنې په پرانېستو سره به د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګریزې او ټرانزیټې اړیکې نورې هم پیاوړي شي.

د ښاغلي پسرلي په خبره که د لاجوردو لاره پرانیستل شي نو د قزاقستان تر څنګ به د منځنۍ اسیا له نورو هېوانو سره هم د افغانستان د سوداګریزې راکړې، ورکړې چارې پیاوړي شي.