سوریه او داعش د کیمیاوي وسلو په بریدونو کې مسؤل ګڼل کېږي

سپیني ماڼۍ او د ناټو متحدینو ژمنه کړې چې سوریه او د اسلامي دولت ډله د کیمیاوي وسلې په هغو بریدونو کې مسؤل وګڼي چې د ملګرو ملتونو د یوې څېړونکې ډلې له‎خوا مستند شول.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند نِد پرایس د ملګروملتونو د دغې څېړنې د جزئیاتو د ورکولو پرمهال رسنیو ته وویل چې اوس ناممکنه ده چې شک وکړو چې د سوریې رژیم صنعتي کلویرین د وسلې په توګه د خپلو خلکو په وړاندې کارولي دي.

دی وایي، متحده ایالات به له خپلو نړیوالو متحدینو سره کار وکړي څو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون د مناسبو ډیپلوماټیکو لارو چارو څخه په استفادې د دې کار حساب واخېستل شي.

دی وایي، د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو او د روسیې او ایران په ګډون د کیمیاوي وسلې د نه خپراوي د کمېسیون له ټولو غړو څخه غواړي چې په دې هڅه کې برخه واخلي.

د ملګروملتونو په دغه څېړنه کې راغلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د کیمیاوي وسلې لږترلږه دوه بریدونه کړي دي او د اسلامي دولت ډلې هم د دوی په خبره له یو ډول ګازه د وسلې په توګه کار اخیستی دی.