ولسمشر غني پر امریکایي پوهنتون د برید د ټپيانو پوښتنه وکړه

ولسمشراشرف غني په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د برید د ټپيانو پوښتنه وکړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشرغني ددغو ټپيانو د لیدنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته تللی و او عامې روغتیا وزارت او ټولو مسؤلینو ته یې لارښونه کړې، د کومو ټپیانو درملنه چې په هېواد کې ممکن نه ده، بهر ته دې واستول شي.

ښاغلي غني ټول طبي پرسونل او ډاکټرانو ته ویلي چې د ټپيانو د درملنې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.