میثم: نن پنځه نیمې بجې ولسمشر او اجرائیه رئیس سره وګوري

ټاکل شوې نن ولسمشر او اجرائیه رئیس دوهم وار له یو بل سره وګوري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیدنه کې به ولسمشر خپل پیشنهادونه اجرائیه رئیس ته وړاندې کړي.

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"ټاکل شوې نن تر غرمې وروسته پنځه نیمې بجې د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ دوهمه ناسته په ارګ کې وشي او تمه کیږي ولسمشر خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریک کړي."

د ښاغلي میثم په خبره د سیاسي هوکړه لیک تطبیق، د دواړو مشرانو د بحث اساسي موضوع ده چې په مخکینۍ لیدنه کې یې په اړه اجرائیه رئیس خپل نظرله ولسمشر سره شریک کړ.

نوموړی وایي، تردوهمې ناستې وروسته به دواړه مشران په درېیمه غونډه کې د خپلو نظریاتو نتیجه وړاندې کړي.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ وروسته له هغې اختلافات رامنځ‎ته شوه چې اجرائیه رئیس پر ولسمشر انتقاد وکړ چې د مهمو مسایلو په اړه ورسره نه ګوري او جمهوري ریاست بیا د هغه څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف وبللې.