پاکستان کې وسیم اختر ترورېزم سره د اړیکو په تور زندان کې دی

د پاکستان د کراچۍ ښار لپاره هغه سیاستوال د ښاروال په توګه ټاکل شوی چې اوس‎مهال د تشدد او ترورېزم سره د اړیکو په تړاو په زندان کې دی.

وسیم اختر یو پخوانی وزیر او د متحده قومي غورځنګ غړی دی چې د کراچۍ د ښاروالۍ چارواکو له‎خوا یې له دوه سوه څلور نوي څخه یو سل او شپږ نوي رایې وګټلې.

وسیم اختر د ۲۰۰۷میلادي کال د یوې خونړۍ پېښې په تنظیمولو تورن و چې په تېر جولای کې ونیول شو.

هغه مهال ده د کورنیو چارو ایالتي وزیر په توګه دنده لرله چې وروسته د تشدد او ترورېزم سره د اړیکو په تور ونیول شو.

د کراچۍ د ښاروال په توګه د اختر ګمارنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې پاکستاني چارواکو د متحده قومي غورځنګ پر مشر جلا وطنی الطاف حسین تور پورې کړ چې په خپله وروستۍ وینا کې یې پاکستاني ضد شعارونه ورکړي او تشدد ته یې لمن وهلې ده.

تردې وینا وروسته د اګسټ پر ۲۲مه نېټه د متحده قومي غورځنګ کارکوونکو د ARY خبري ټلویزیوني شبکې پر دفتر یرغل وکړ ډزې یې وکړې او ګډوډي یې جوړه کړه.

پرام کیو ام یا متحده قومي غورځنګ تور دی چې د خپلې واکمنۍ د خوندیتوب لپاره په باج اخیستلو، تښتونې، ځورونې او قتل لاس پورې کوي خو دغه ګوند له جرمونو سره تړاو ردوي.