غور کې له یوې ۱۸کلنې نجلۍ سر پرې شوی

په غور کې د ریحانې په نوم د یوې اتلس کلنې نجلۍ مړی چې سر ترې پرې شوی و، روغتون ته وړل شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ د عمه زوی ګل احمد وایي، دا پېښه د دغې نجلۍ د خاوند د مور او خوېندو له‎خوا شوې ده.

خو د غورله جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیرعبدالهادي چهل غوري وایي، دا پېښه د بادغیس ولایت اړوند سیمې کې شوې او د پېښې د څېړلو لپاره یې هغوی ته احوال ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ښځو پر وړاندې په وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.