د بلخ امنیه قومندانۍ وایي، په خُلم ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د غړي اسدالله شریفي پر موټر بمي چاودنې کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دغې قومندانۍ ویاند شیرجان دراني ازادي راډیو ته وویل، په چاودنه کې چې نن سهارنهه نیمې بجې وشوه،ښاغلي شریفي ته کوم زیان نهدی اوښتی.
اخوا د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وایي، هرات ښار کې نن په ولسي جرګه کې د بادغیس د استازي موسی جناب باندې برید شوی چې نوموړی پهکې ټپي شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د غور امنیه قومندان عبدالواحد وایي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د غور په پسابند ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې ۲۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي په دغه ولایت کې د نوید په نوم عملیاتو په نتیجه کې ۸ تنه وسلهوال وژل شوي او اته امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په سرپل کې د طالبانو د جګړې اداره پاکستاني او ازبکستاني وګړي کوي.