کورنیو چارو وزارت: پر امریکایي پوهنتون حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې حملې په نتیجه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه ټپیان دي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې اووه محصلان، د پوهنتون یو ساتونکی یو هم د نابینایانو د لېسې ساتونکی او درې پولیس په دغې پېښه کې وژل شوي دي او په ټپيانو کې نهه پولیس او پاتې نور د پوهنتون محصلان او کارکوونکي دي.

ځینو رسنیو ویلي چې نقیب احمد خپلواک چې د دغه پوهنتون یو استاد و، هم په پېښه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې پولیسو دوه سوه تنه په پوهنتون کې د عملیاتو په نتیجه کې ژغورلي دي.

له دې مخکې د کابل امنیه قومندان د وژل شویو شمېر دیارلس تنه یاد کړی و.

چارواکي وایي، لومړی یوه انتحار کوونکي پوهنتون ته څېرمه په چاودېدونکو موادو بار موټر ته چاودنه ورکړه او د پوهنتون دننه‌یې لاره دوو حمله کوونکو ته خلاصه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا پېښه غندلې ده.

د حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی.