پنټاګون: د سوریې رقه ښار کې هوايي حملې ښایي ملکیان وژلي وي

پنټاګون پرون وویل چې د سوریې رقه ښار ته نېږدې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په یوه هوایي برید کې ښایي ملکیان وژل شوي وي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ وویل چې د راپورونو له مخې داسې ښکاري چې یوه غیر پوځي وسیله هغې سیمې ته روانه وه چې د برید لپاره په نښه شوې وه او الوتکې هم توغندی خوشې کړی و.

د دغې حملې په نتیجه کې ښایي د دغه موټر سپرلۍ وژل شوي وي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په دې اړه زیات جزئیات نه‌دي ورکړي خو ویلي يې دي چې د پېښې په اړه څېړنه کوي.

دا ډول پېښې چې له یوې بې‌پیلوټه الوتکې څخه توغندی خوشې شي یا یې د الوتکې پیلوټ خوشې کړي او د چاودنې په وړانګه کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي کم ساري ځکه دي چې په ۴۵ ثانیو کې کېدای شي د یوه توغندي مخه بل لور ته واړول شي.

د امریکا پوځ له دوو کلونو راهیسې چې په سیمه کې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف حملې پیل کړي، د ۵۵ ملکیانو وژل تائید کړي دي.