د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې دی. تمه ده چې جان کري د دې سفر په ترڅ کې د یمن جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل وړاندیز وړاندې کړي.
په یمن کې له ۱۶ میاشتو راهیسې جګړې دي چې تر ۶۵۰۰ ډېر کسان پهکې وژل شوي دي. د دې تلفاتو نېږدې نیمایي ملکیان دي.
تېر کال د مارچ په میاشت کې د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ائتلافي ځواکونو په یمن کې د حکومت په ملاتړ هوایي بمباري پیل کړه او بیا یې دغه هېواد ته پلي پوځیان واستول.
د یمن حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، حوثي شیعه یاغیانو او د هغوی متحدانو نسکور کړ.
په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو له زیاتېدو سره پر عربستان د بشري حقونو ډلو سخت اعتراضونه وکړل.
جان کري د نایجریا او کینیا له سفره وروسته پرون جدې ته ورسېد.