د پروان ولایت د غوربند دره کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د پروان د نظم عامې پولیسو قوماندان هارون مبارز نن ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د غوربند په دره کې د دوی د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي د مبارز په خبره په دغه نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقې شمېرې په اړه یې څه نه ویل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.