د اګسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د ورځې په توګه ولمانځل شول.
د ځوان فکر په پروګرام کې پر دې بحث شوي چې ایا په تېرو ۱۵ کلونو کې داسې اساسي او بنسټیز کارونه چې وکولای شي د ځوانانو په وضعیت کې ښه والی رامنځته کړي تر سره شوي؟
د بې کارۍ تر څنګ ځوانان نورې کومې ستونزې لري؟
ایا له هېواده تېښته د ځوانانو ستونزې حل کولای شي؟
د ځوان فکر خپرونه دا ځل په کندهار ولایت کې د ازادي راډیو خبریال محمد صادق رښتیني برابر کړی دی چې د لاندې لنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5