مراد: کندز کې د وسله والو طالبانو پلانونه شنډ شوي

په کندز کې امنیتي چارواکي وايي چې دلته یې د طالبانو پلانونه شنډ کړي او له ماتې سره مخامخ دي.

د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد چې دا مهال په کندز کې د روانې جګړې مشري کوي وايي، افغان ځواکونه په قوي مورال جګړه کوي او طالبان یې له مهمو ځایونو په شا تمبولې دي.

ښاغلي مراد له رسنیو سره په خبرو کې همدا راز ادعا کړې په کندز کې یې ګڼو وسله والو مخالفیونو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

امنیتي چارواکي په داسې حال کې په کندز کې د طالبانو د ماتې خبره کوي چې لاهم ددغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.