په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې درې وسلهوال مخالفین وژل شوي او یوه اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وايي چې دغه عملیات د کندهار د خاکریز، پنجوايي او د ارغنداب په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
له دغه قول اردو څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې درې تنه وسلهوال مخالفین ژوبل شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.