د افغانستان ملي امینت شورا وايي، حکومت د ژورنالېستانو د خوندیتوب په برخه کې د ترتیب شوي طرزالعمل عملي کېدو ته ژمن دی.
د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د یاد طرزالعمل د عملي کېدو چارې پیل شي.
د ژورنالېستانو د خوندیتوب طرزالعمل تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت شورا له لوري تائید شو.
د ملي امنیت شورا هیله ښيي چې د دغه طرزالعمل په عملي کېدو به تر ډېره د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.